بازتاب نیوز

لغمان کې د ملي پوځ د يو شهيد سرتيري په نوم دروازه پرانيستل شوه

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ملي اردو د اتل شهید محمد عمر په نوم جوړه شوې دروازه د پټۍ په پرېکولو سره پرانېستل شوه

د ملي اردو د اتل شهید محمد عمر په نوم د مرکز مهترلام اړوند د علي خیلو په سیمه کې د ارواښاد کلي ته پر غځېدلې لاره د هغه په نوم جوړه شوې دروازه پرانيستل شوه.

د دروازې د پرانېستې پر مهال لغمان والي محمد اصف ننګ د شهید محمد عمر په مېړانې او سرښندنې لنډې خبرې وکړې او هغه یې یوه تاریځ جوړونکې څېره په ګوته کړه.

ښاغلي ننګ وویل چې شهید محمد عمر که د خپلې سینې په سپر کولو سره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ خو په بدل کې یې د لسګونو بې ګناه انسانانو ژوند وژغوره.

لغمان والي زیاته کړه، چې د هېواد په حساسو شرایطو کې د ملي وسلوال فوځ د اتلو بچیو قربانۍ او سرښندنې هیڅوک باید له پامه و نه غورځوي او ژمن شو، چې د نوموړي د یاد د ژوندي ساتلو لپاره به همېشه هڅه او تلاش کوي.

(0)The post لغمان کې د ملي پوځ د يو شهيد سرتيري په نوم دروازه پرانيستل شوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لغمان-کې-د-ملي-پوځ-د-يو-شهيد-سرتيري-په-نو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading