بازتاب نیوز

د روسيې ځانګړی استازی: امريکا نه غواړي افغانستان کې جګړه ختمه کړي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پایلي او د جګړې د پای ته رسولو قوي اراده نه لري.

دده په خبره امریکا چې څومره کار په افغانستان کې د جګړې لپاره کوي دومره یې د سولې لپاره نه دی کړی. کابلوف له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا نه غواړي چې په سیمه کې سوله او امنیت ټینګ شي، ځکه یې د سولې او خبرو پروسه انحصار کړې ده.

هغه تور پورې کړی چې امریکا د سیمې هېوادونو ته په افغان سوله کې د مداخلې او یا مرستې چانس نه ورکوي او هر څه پخپله خوښه مخ ته وړي. کابلوف ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې ویلي، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دي، خو دغه هېواد دې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستان وباسي.

 دده په وینا د طالبانو دا خبره کومه تصادفي خبره نه ده او امریکا ته په کار ده، چې د طالبانو پر دغه وړاندیز او څرګندونو پوره غور وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

(0)The post د روسيې ځانګړی استازی: امريکا نه غواړي افغانستان کې جګړه ختمه کړي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-روسيې-ځانګړی-استازی-امريکا-نه-غواړي-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading