بازتاب نیوز

د افغان جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

پر بشري حقونو د څار سازمان وايي په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه افغان ملکیانو ته رسېدلي دي.

 سرچینه وايي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ټپیان دي.

په مطلب کې راځي، چې تر ډېره دغه مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو له امله اوښتې ده، خو ددې تر څنګ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دغه اداره د افغان ملکیانو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بولي او پر ټولو خواوو غږ کوي چې د ملکی وګړو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي. سرچینه زیاتوي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دغه کچه زړه بوږنوونکې ده او دا به د ستر ناورین لامل شي.

(0)The post د افغان جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-افغان-جګړې-ډېری-قربانيان-ملکي-وګړي-دي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading