بازتاب نیوز

والسترېت ژورنال: د افغان مېرمنو د توانمندۍ پروګرام ناکام شوی دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

والستریت ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د سیګار وروستي راپور ته اشاره کړې ده. سیګار ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا د پراختیايي ادارې له لوري د افغان مېرمنو د پياوړتیا پروګرام کې میلیونونه ډالر بې ځایه لګېدلي دي.

 والسترېت ژورنال لیکي، دغه پروګرام ناکام دی او میلیونونه ډالره بې هدفه لګېدلي دي. د افغان مېرمنو د پیاوړتیا دغه پروګرام پروموټ نومېږي، چې تر ډېره یې چارې د لومړۍ مېرمنې د دفتر په همغږۍ مخ ته روانې دي. دغه پروګرام په نړۍ کې د مېرمنو د پياوړتیا تر ټولو ستر او بې ساري پروګرام دی.

 د امریکا پراختیايي ادارې دغه پروګرام ته ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو. دغه بې کچې فساد په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې له توند غبرګون سره مخ شوی دی، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

(0)The post والسترېت ژورنال: د افغان مېرمنو د توانمندۍ پروګرام ناکام شوی دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/والسترېت-ژورنال-د-افغان-مېرمنو-د-توان/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading