بازتاب نیوز

هند ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شوې ده

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د هېواد د کرنې وزیر نصیر احمد دراني د ممبيي په نندارتون کې د خبرو پر مهال ویلي، چې هند ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات ډېر شوي دي.

 د ده په خبره اوسمهال هم دا هڅې روانې دي چې د کرنیزو محصولاتو په برخه کې لا ډېر هوکړه لیکونه لاسلیک شي. هغه ویلي دمګړی د افغانستان انګور په هند کې تر ټولو ستر بازار لري او تمه ده، چې په دې برخه کې لا ډېر قرار دادونه تر لاسه شي.

دراني د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هڅه به وکړي چې په هند کې د افغان سوداګرو د صادراتو لپاره لا ډېر بهرني قرار دادونه خپل کړي.

(0)The post هند ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شوې ده appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هند-ته-د-افغان-کرنیزو-محصولاتو-د-صادرات/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading