بازتاب نیوز

ایران وايي فرانسې د دوی پر سفارت برید ته ځواب نه‎دی ویلی

٢٥ وږی ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

ایران د فرانسې پولیس تورن کړي چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ایران پر سفارت برید ته یې ژر ځواب نه‎دی ویلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سېپټمبر پر ۱۵مه تأیید کړه چې تر دې یوه ورځ دمخه دا برید شوی او یو شمېر کسان په‎دې تړاو نیول شوي دي.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۱۵ کُردي فعالانو په پاریس کې د ایران سفارت مخې ته د ایران بیرغونه سوځولي او د سفارت ښیښې یې په ډبرو ماتې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو په‎دې سفارت کې پېښه منلې ده، خو د خپل ځواب د چټکوالي په اړه‎یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

ایران فرانسه تورنوي چې د ایران د هغو مخالفو ډلو پلوي کوي چې په‎دغه هېواد کې د اسلامي جمهوریت د ړنګولو په لټه کړي.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2018/09/ایران-وايي-فرانسې-د-دوی-پر-سفارت-برید-ته/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading