بازتاب نیوز

جمهور رئيس غني: د زابل بېوزلو كورنيو ته دې غنم ووېشل شي

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د زابل بېوزلو کورنيو ته زر ټنه غنم ووېشي.

هغه تېر مازديګر په ارګ كې د دې ولايت له يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وكتل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، حاجي عبدالولي او قوماندان حضرت د نورو په استازيتوب د خبرو په مهال د وچکالۍ، ناامنۍ، پوهنې، ګمرک، د پوهنتون د انکشاف، برېښنا او نورې سيمه ييزې ستونزې د هېواد له جمهور رئيس سره شريکې کړې.

جمهور رئيس غني د دوى د ستونزو له اورېدو وروسته د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې له ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ د زابل اداري کمپلېکس د جوړولو وړانديز له جمهوري رياست سره شريک کړي.

همدارنګه يې د کرنې د ودې په هدف د زابل پوهنتون په تشکيل کې د کرنې پوهنځي ايجاد هم منظور کړ.

د هېواد جمهور رئيس د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره مشرانو ته د کارېزونو د کار پيلولو ډاډ ورکړ او زياته يې كړه، د امکاناتو په رڼا کې به ټولو ستونزو ته په وخت رسيدګي وشي.

 

The post جمهور رئيس غني: د زابل بېوزلو كورنيو ته دې غنم ووېشل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1-%D8%B1%D8%A6%D9%8A%D8%B3-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%AF-%D8%B2%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A8%DB%90%D9%88%D8%B2%D9%84%D9%88-%D9%83%D9%88%D8%B1%D9%86%D9%8A%D9%88-%D8%AA%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading