بازتاب نیوز

د ټاکنیزو دفترونو تړونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

٢٥ وږی ١٣٩٧ بی بی سی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښه کړې، چې د هغو کسانو پروړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.

دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړل شوی چې د رپوټونو له مخې د لوی ملي ایتلاف په نامه سیاسي ټلوالې پلویانو د شنبې په ورځ کندهار او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل او پرضد یې اعتراضونه پیل کړل.

دې ټلوالې څو ورځې وړاندې ویلي وو، که د ټاکنیزو سمونو په اړه یې کړي وړاندیزونه ونه منل شي، له ټاکنو سره به پرېکون وکړي.

کمیسیون وايي، ځینو سیاسي ګوندونو د دوی د نورو ولایتي دفترونو د بندولو ګواښ کړی چې له امله یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ټاکنو یوشمېر ولایتي دفترونه لا له وړاندې تړلي پاتې دي. کمیسیون خبرداری ورکړی چې ددغه کار هر ډول ناوړه پایله به ددغو سیاسي ډلو پرغاړه وي.

د افغانستان ټاکنو کمیسیون چارواکو پر حکومت غږ کړی چې د دفترونو کلک امنیت وساتي.

د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

کمیسیون: د رڼو ټاکنو لپاره له هرې وسیلې کار اخلو

د ټاکنو کمېسيون ډېټابېس کې جعلي تذکرې ثبت شوې دي

د کورنیو چارو مرستیال اختر محمد ابراهیمي وویل، هرڅوک د مدني اعتراض حق کارول شي، خو ټاکنیز دفترونه نه شي بندولی:

"ټاکنې د هېواد لپاره یوه ملي پروسه ده، د هېواد ټول امنیه قومندانان د هېواد له ټولو امنیتي ځواکونو سره د خلکو په حمایت مکلف ګڼل کېږي چې د ټاکنو د دفترونو بشپړ امنیت وساتي او د ضرورت په وخت کې کولی شي ددغو دفترونو د بشپړ امنیت لپاره قوه هم استعمال کړي او د ټاکنو کمیسیون ټول کارکوونکي وکړای شي خلکو ته د ټاکنو ټولې اسانتیاوې وړاندې کړي".

د سیاسي ګوندونو د دې ټلوالې یو وړاندیز دا و چې ددرغلیو د مخنیوي لپاره دې د رایو ورکوونکو بایو میتریک ثبت شي، خو حکومت ویلي وو چې په دومره لنډ وخت کې دا کار شونی نه دی.

ټاکلې وه د افغانستان پارلماني ټاکنې د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۴ کال په غوايي یا غبرګولي میاشت کې شوې وی، خو حکومت په دې کار ونه توانېد او د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته یې د تلې/میزان ۲۸ مه نېټه غوره کړه.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45538990

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading