بازتاب نیوز

پنجابي فوځ د منظور پښتون د نيولو امر کړی دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

مطبوعاتي اعلاميه!

لوی افغانستان تحريک

2018/09/15

 د ډان ورځپاڼې په  حواله د پنجاب سامراج فوځ تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون، محسن داوړ، علي وزير، خان زمان کاکړ، سید علم مسید او د P.T.M  د ځينو نورو مخکښو غړو د نيول کېدو حکم صادر کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د اګست په دولسمه نېټه د افغان ټولوژنې (بابړې) په وير صوابۍ کې جلسه رابللې وه او په زرګونو محکومو افغانانو په کې ګډون کړی و، پنجاب پوځ وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ د فوځ له اجازې پرته ستره غونډه وکړه، نو ځکه يې موږ په وړاندې د نيولو حکم کړی دی.

پنجاب له تېرو اوياوو کلونو راهيسې په محکومو افغانانو باندې ظلمونه کوي او محکومو افغانانو څو ځله د پنجاب سامراج پوځ په خلاف خپل غږ پورته کړی، خو پنجاب څارګرې ادارې او پوځ د  محکومو افغانانو د خپلواکو حرکتونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي او په بې رحمانه ډول يې ځپلي دي.

د لوی افغانستان پلازمېنې  پېښور اړوند  چارسدې په بابړې ميدان کې په زرګونو افغانان راټول شوي و او  د خپلو مشرانو د خلاصون  غږ  يې پورته کړی و، خو پنجاب سامراج  پوځ په بې رحمانه ډول، محکوم افغانان په شهادت ورسول، قرانونه يې وسوځول، په سلګونو محکوم افغانان يې په شهادت ورسول.

د قيوم خان کشميري په څېر پنجاب بیا غواړي، چې د عدم تشدد په لار روان د پښتون ژغورنې غورځنګ بې سېکه او مشران يې زنداني کړي او په دې سره د محکومو افغانانو د وژلو او نيولو هڅې پيل کړي.

لوی افغانستان تحريک پنجاب سامراج پوځ ته په ځغرده وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت په لروبر کې د يووالي، سمون او ټيکاو په لور د لروبر افغانانو ګډ حرکت دی، له امو تر اباسینه ټول افغانان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي او د خپل سر په بدله به د پښتون ژغورنې د غورځنګ د هر غړي د نيول کېدو په تړاو به خپل ځانونه قرباني کړي.

پنجاب نه باید داسې ډارن حرکت وکړي، چې  منظور پښتون او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبري شورا غړي ونيسي، د منظور پښتون په نيول کېدو سره پنجاب چې دا مهال د ګړنګ په غاړه دی، ګړنګ ته ورغورځيږي.

 د لروبر په ګډون به ټوله  ټوله نړۍ کې داسې حرکتونه رامنځ ته شي، چې د پنجاب ناسور به د سیمې له جغرافيې د تل لپاره ورک شي.

د لروبر افغانانو  د يووالي په هيله د پنجاب زوال غواړو

لوی افغانستان تحريک

(0)The post پنجابي فوځ د منظور پښتون د نيولو امر کړی دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پنجابي-فوځ-د-منظور-پښتون-د-نيولو-امر-کړی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading