بازتاب نیوز

ولسمشر غني: د کابل ښار په ځانګړې توګه د لوېديځې سيمې امنيت لپاره اړين ګامونه اوچت شوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): ولسمشر غني وايي، د کابل ښار د امنيت لپاره اړين ګامونه پورته شوي او د خصوصي ښوونځيو په چارو کې د اسانتياوو او سمون په موخه به د دغو ښوونځيو مقرره تعديل شي.

د ولسمشر د وياند دفتر ليکي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېره ورځ ماښام د کابل په لوېديځ ګې د خصوصي ښوونځيو له مديرانو سره په کتنه کې وکړې.

د ښوونځيو يادو مديرانو په دې کتنه کې ويلي چې د کابل په تېره بيا د کابل په لوېديځ کې د خصوصي ښوونځيو د امنيت ټينګښت ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

هغوى وويل چې خلک او د روزنيزو مرکزونو چارواکي په دې برخه کې له امنيتي ارګانونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په لوېديځ کې د موعود په نوم خصوصي روزنيز مرکز او يوه ورزشي کلپ ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې شاوخوا دوو سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خبرپاڼې له مخې، يادو مديرانو له ولسمشر سره په کتنه په ټينګار سره ويلي چې د کابل پر لوېديځ بريد، پر ملي يووالي بريد و او دوى به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې ملي او مذهبي يووالي زيانمن شي.

دغه راز دوى د خصوصي ښوونځيو د مقررې د تغيير، د مالياتو راکمولو، د غير ضروري جوازونو د لغوې، د پوهنې وزارت له لارې تدريسي کتابونو ته د لاسرسي د اسانتياوو، د روزنيزو مرکزونو د برېښنا د بيې راکمولو او دغه راز د بشري سرچينو په عالي شورا کې د درېيو استازو د حضور غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني هم په دې کتنه کې ويلي: "د کابل پر لوېديځ بريد زموږ پر ملي يووالي، اتحاد او مذهبي وفاق بريد دي."

د هغه په وينا، په کابل ښار کې د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه د کابل په امنيتي رهبرۍ کې جدي بدلونونه راغلي او تجربه لرونکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

غني د ښوونځيو له مديرانو غوښتي چې له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ دې ستونزې او ګواښونه و ارزوي، تر څو د حل لپاره يې اقدام وشي.

د هغه په وينا، کابل پر څلورو امنيتي زونونو وېشل شوى او د کابل امنيه قوماندانۍ کې يو معاونيت د کابل د لوېديځ د امنيت مسووليت پر غاړه لري.

ده دغه راز ولسمشر د پوهنې وزارت سرپرست ته لارښوونه کړې چې د خصوصي ښوونځيو له مديرانو سره په سلا د يادو ښوونځيو د مقررې پر تعديل کار وکړي.

هغه ټينګار کړی چې خصوصي ښوونځي بايد له يوې مرجع خپل جواز ترلاسه کړي او کاغذپرانۍ ته دې د پای ټکي کېښودل شي.

دغه راز ولسمشر ماليې وزارت، د جمهوري رياست د چارو ادارې او برېښنا شرکت ته لارښوونه کړې چې د خصوصي ښوونځيو له مديرانو سره دې د ماليې او برېښنا د بيې ټيټوالى و ارزوي او د حل لپاره يې دې اقدام وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/524553

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading