بازتاب نیوز

په لښکرګاه کې د پوليسو پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ماين چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، دا پېښه تېر ماښام د ولايت مقام لومړي قراول ته نېږدې د بُست روغتون مخې ته رامنځته شوې ده.

نوموړى زياتوي، د پوليسو پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين چاودنې يو تن وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.

يوه بله سرچينه بيا وايي، چې په دې چاودنه کې درې پوليس ژوبل شوي دي.

د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

The post په لښکرګاه کې د پوليسو پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%D9%BE%D9%87-%D9%84%DA%9A%DA%A9%D8%B1%DA%AB%D8%A7%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%BE%D9%88%D9%84%D9%8A%D8%B3%D9%88-%D9%BE%D8%B1-%D9%8A%D9%88%D9%87-%DA%A9%D8%B1%D9%88%D9%84%D8%A7-%DA%89%D9%88%D9%84%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading