بازتاب نیوز

د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره په ښو اړيکو ټينګار کوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

افغان او پاكستاني چارواكو په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر زياتولو او د عمل پلان پر عملي کولو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون كابل ته د سفر په مهال پر جمهور رئيس محمد اشرف غني سربېره له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو له بې واکه شوي وزير صلاح الدين رباني سره هم وليدل.

د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، قريشي له عبدالله سره په ليدنه کې په ډاګه کړه، چې د پاكستان نوى حکومت له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.

اجرائيه رئيس هيله څرګنده کړه، چې د پاکستان له نوي حکومت سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زياتې شي.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير په خبره، دواړه هېوادونه له ننګونو سره مخ دي او هېواد يې چمتو دى، چې د افغانستان د ثبات لپاره همکاري وکړي.

بلخوا قريشي له رباني سره په ليدنه کې د حسن نيت ليک، چې په كې د ۴۰ زره ټنه غنمو مرسته هم شامله ده، افغان لوري ته وسپاره.

د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير څخه وغوښتل، چې په کراچۍ ښار کې د وژل شوي افغان ډيپلوماټ محمد ذكي عبده قاتل افغان حكومت ته وسپاري.

له بل لوري د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له کابله تر ستنېدو وروسته پرون ناوخته خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې يې له افغان چارواکو سره پر بېلابېلو مسايلو خبرې کړې دي.

نوموړي زياته كړې، افغان حکومت د عمران خان پر حکومت باور لري او د دې هيله شته، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي.

د قريشي په وينا، افغان جمهور رئيس او اجرائيه رئيس ته يې د عمران خان په استازيتوب د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې او هغوى ورسره منلې ده.

ده همدارنګه ويلي، د پاکستان حکومت د هند په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره د ستونزو د حل په لټه کې دى او غواړي د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ودې له لارې په سيمه کې روانو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

 

The post د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره په ښو اړيکو ټينګار کوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%86%D9%88%DB%8C-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%BE%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading