بازتاب نیوز

کابل ته د قریشي سفر؛ د عمران خان حکومت همکارۍ ته چمتو دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي (شنبې د وږي۲۴مه) کابل ته راغی.

نوموړي له ولسمشر غني او یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د قریشي ګمارنې وروسته به دا د هغه لومړۍ بهرنی سفر دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.»

ولسمشر غني د عمل پلان پر پلې کېدو ټينګار کړی دی.

له بلې خوا اجرائیه ریاست وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو شته، خو نوی حکومت د همکاریو هوډ لري.

د هیواد دبهرنیو چارو وزارت وايي په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو، د افغانستان ، پاکستان او چین د غونډې پر جوړیدو او د عالمانو غونډې پر ترسره کیدو هوکړه وشوه.

شاه محمود قریشي کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر غني سره په ارګ کې لیده کاته وکړل.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د هېواد بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه درلوده.

د دې وزارت ویاند، ضبغت په دې اړه وویل:‎«د افغانستان او پاکستان پلان موضوعاتو په څېر د سولې او یووالي، د علماو ناسته چې ژر به ترسره شي هوکړې وشوې په دې برخه کې د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته چې چې دوهم دور به یې وي پرې هوکړه وشوه او افغانستان د افغان دپلوماټ شهید عبده چې کراچۍ کې وژل شوی وه، د قاتل استرداد غوښتونکی شو.»

دغه لیدنه پر داسې وضعیت کې ترسره شوه، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د نوي حکومت سیاستونو ته خوښ برېښي او هیله لري څو پاکستان پر خپلو ژمنو وفا وکړي.

د پوهنتون استاد، فیض الله جلال څرګندوي:«که د دې مسلې مخینه وګورو؛ پاکستان د افغانستان په اړه څه چې ویلي دي، عمل یې نه دی کړی، خو هیله لرو چې عمران خان نوی سیاست ولري.»

له دې مخکې د  افغانستان حکومتي چارواکو او پاکستان پخواني حکومت د اړیکو د ښه والي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي ډیرې لیدنې کتنې کړي دي، خو د هېوادوالو په باور دغه لیدنو هېڅ را مثبتې پایلې نه درلودې.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D9%82%D8%B1%DB%8C%D8%B4%D9%8A-%D8%B3%D9%81%D8%B1%D8%9B-%D8%AF-%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%DB%8D-%D8%AA%D9%87-%DA%86%D9%85%D8%AA%D9%88-%D8%AF%DB%8C

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading