بازتاب نیوز

د افغانستان بانک؛ ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د افغانستان بانک وايي به ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.د دې بانک مشر خلیل صدیق ويلي، د دوی اصلي هدف دا دی چې په بازار کې له اړتیا زیاتې افغانۍ را ټولې کړې.

د افغانستان بانک؛ وروسته له هغه دا اقدام کوي، چې تېره ورځ د ډالرو بیه د افغانيو په مقابل کې تر ۷۶،۶ پورې ورسيده.

خلیل صدیق وايي، کله چې په یو هېواد کې په ناڅاپي ډول د اسعارو بیې ښکته پورته کېږي، نو د بانکونو مداخلې ته اړتیا پېښېږي.

هغه وايي د افغانستان بانک؛ له پنځلسو کلونو راهیسې هر کال درې میلیارده ډالره بازار ته وړاندې کوي.

د ډالر په بې ساري ډول لوړوالي، عام افغانان اندېښمن کړي او د خوراکي توکو په ګډون يې د ګڼو موادو پر بيې اغېز کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-افغانستان-بانک؛-۳۲-میلیونه-ډالر-بازا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading