بازتاب نیوز

د ملي اردو د ځواکونو يوه الوتکه رانسکوریدا

٢٥ وږی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په رنج سيمه کې د طالبانو په ډزو د ملي اردو د ځواکونو يوه الوتکه رانسکوره شوې ده.د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دغه الوتکه بيګا د شپې وروسته له هغې رانسکوره شوه چې طالبانو پرې د درنو وسلو ډزې وکړې.

په خبر کې ويل شوي دي چې الوتکه له لګېدو وروسته راپريوته او اور يې واخيست چې په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښودل کيږي چې په سيمه کې د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني او د عسکرو جسدونه پراته دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه پیښه کې د ډګروال توریالي خان په ګډون ۵ تنه د هوایي قواوو سرتیري وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پخپل ټويټر د راغورځول شوې الوتکې او عسکرو د جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-ملي-اردو-د-ځواکونو-يوه-الوتکه-رانسکور/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading