بازتاب نیوز

د انس حقاني او د سولې خبرو اترو د بیا پیل لپاره د طالبانو غوښتنه

٢٥ وږی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

ټاکل شوې چې وسله وال طالبان له امریکایي چارواکو سره د حقاني شبکې بنسټګر د جلال الدین حقاني د ځوان زوی د انس حقاني د خوشي کېدو په اړه خبرې وکړي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو یو جګپوړي ډلمشر ان بي سي نیوز ته ویلي، چې د سولې خبرو اترو د بیا پیل په موخه طالب ډلمشرانو به له امریکایي چارواکو څخه د سلګونو بندیانو د تبادلې غوښتنه وکړي.

د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د زندانیانو په لیست کې د حقاني شبکې د بنسټګر ځوان زوی د انس حقاني نوم هم شامل دی.

افغان او امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو باوري سرچینې تر دې مخکې رویټرز ته ویلي و، چې له امریکا سره د خبرو اترو د بیا پېلولو لپاره خبرې اترې روانې دي او ټاکل شوې ده چې د خبرو اترو لپاره یو ۴ کسیزې پلاوی وټاکل شي.

د طالب سرچینو ویلي، چې په لومړی پړاو کې به د زندانیانو د تبادلې په اړه بحث او خبرې وشي او د پرمختګ په صورت کې به یې پر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې پیل شي خو د زندانیانو د تبادلې په اړه بحث او خبرې به د راتلونکو مذاکراتو برخلیک وټاکي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/16162

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading