بازتاب نیوز

طالبانو بادغیس کي پوستو برید کړی، خو تلفات ور اوښتي

٢٥ وږی ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

2018-09-16 | 21 دقيقه مخکې

وسله والو طالبانو تیره شپه په بادغیس ولایت کې د پولیس پر څو پوستو بریدونه کړي دي، چې پایله کې یې د درو سرتېرو سربېره، ۲۲ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هوډ درلود چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ پر اړوندو پوستو بریدونه وکړي او دغې پوستې ونیسي چې له ماتې سره مخ شول او بریدونه یې د ملي پولیسو لخوا په شا وتمبول شول.
د بادغیس ولایت امنیه قبومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، دغه دوه ساعته نښته کې د قادس ولسوالۍ لپاره دغې ډلې د سرې قعې د مرستیال په ګډون دولس تنه ووژل شول او لس تنه نور یې ټپیان شول.
له دې سره، دغه نښته کې یو ملي پولیس ووژل شو او دوه تنه نور یې ټپیان شول.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35818-2018-09-16-06-33-44

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading