بازتاب نیوز

کابل د اسلام اباد رښتينې همکارۍ ته هيله من دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

اجرائيه رياست هيله څرګندوي، چې د پاكستان نوى حكومت به له تروريزم سره د مبارزې په برخه كې عملي او صادقانه ګامونه پورته كړي.

د دغه رياست مرستيال وياند امېد ميثم له كليد سره په خبرو كې په تېر وخت كې د پاكستان لخوا د افغانستان په اړه د ژمنو نه عملي كولو ته په اشارې هيله څرګنده كړه، چې د عمران خان له حكومت سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې ښې شي او په ګډه به د ترهګرۍ په ضد مبارزه وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ په كابل كې د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل.

ميثم وايي، په دې ليدنه كې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاكستان د عمل پلان عملي كېدو، سولې پروسې، له تروريزم سره مبارزې، خپل هېواد ته د افغان كډوالو ستنېدو او ګډو همكاريو په اړه خبرې وشوې.

 

The post کابل د اسلام اباد رښتينې همکارۍ ته هيله من دی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%AF-%D8%B1%DA%9A%D8%AA%D9%8A%D9%86%DB%90-%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%DB%8D-%D8%AA%D9%87-%D9%87%D9%8A%D9%84%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading