بازتاب نیوز

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ټاكنو د ځنډېدو خبردارى ورکړ

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د دغه كمېسيون د ولايتي دفترونو تړل كېدل به ټاكنې وځنډوي.

ګلاجان عبدالبديع صياد نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د ټاكنيزو دفترونو د تړل كېدو لړۍ بايد پاى ته ورسېږي، ځكه دا كار به ټاكنې له ځنډ سره مخ كړي.

نوموړي زياته كړه، د ټاكنو د ځنډېدو مسووليت به د هغو كسانو پر غاړه وي، چې په مركز او ولايتونو كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د فعاليت مخه نيسي.

صياد له اعتراض كوونكو وغوښتل، چې خپلې قانوني غوښتنې ورسره شريكې كړي.

په ورته وخت كې د كورنيو چارو وزارت وايي، هېڅوك حق نه لري، چې ټاكنيز دفترونه وتړي.

د دې وزارت ستر امنيتي مرستيال لوى پاسوال اختر محمد ابراهيمي په يوه وېډيويي پيغام كې ويلي، امنيتي مسوولينو ته يې دنده سپارلې، چې د ټاکنيزو دفترونو بشپړ امنيت ټينګ كړي او د اړتيا په وخت له قوې ګټه واخلي.

بل پلو د جمهور رئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه د ټاکنو پروسې په وړاندې خنډ جوړوونکي د طالبانو پلويان ياد کړي دي.

 

The post د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ټاكنو د ځنډېدو خبردارى ورکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%D8%AF-%D9%BC%D8%A7%D9%83%D9%86%D9%88-%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%A7%D9%83-%D9%83%D9%85%DB%90%D8%B3%D9%8A%D9%88%D9%86-%D8%AF-%D9%BC%D8%A7%D9%83%D9%86%D9%88-%D8%AF-%DA%81%D9%86%DA%89%DB%90%D8%AF%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading