بازتاب نیوز

په هرات او كندهار ولايتونو كې ټاكنيز دفترونه بيا پرانيستل شول

٢٥ وږی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ټاكنو خپلواك كمېسيون په هرات او كندهار ولايتونو كې د دې كمېسيون د ولايتي دفترونو د بېرته پرانيستل كېدو خبر وركوي.

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، په يو شمېر ولايتونو كې د ټاكنيزو دفترونو مخې ته د افغانستان د لوى ملي ايتلاف له لوري د تحصن خېمو تر درولو وروسته دوى پرون د امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره بېړنۍ غونډه وكړه، چې د دغه كار مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، په هرات او كندهار ولايتونو كې د ټاكنيزو دفترونو دروازې بېرته پرانيستل شوي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د بلخ ولايتي دفتر لا هم تړلى دى.

ابراهيمي زياته كړه، دوى هڅه كوي، چې ياد دفتر هم بېرته پرانيستل شي او خپل فعاليت پيل كړي.

د افغانستان د لوى ملي ايتلاف پلويانو د شنبې په ورځ په كندهار، بلخ او هرات ولايتونو كې ټاكنيز دفترونه وتړل او په وړاندې يې اعتراضي خېمې ودرولې.

دوى وايي، د غوښتنو تر منلو پورې به يې اعتراض دوام ولري.

 

The post په هرات او كندهار ولايتونو كې ټاكنيز دفترونه بيا پرانيستل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/09/16/%D9%BE%D9%87-%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D9%88-%D9%83%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%83%DB%90-%D9%BC%D8%A7%D9%83%D9%86%D9%8A%D8%B2-%D8%AF%D9%81/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading