بازتاب نیوز

کابل کې د ۳ کسانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی

٢٥ وږی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

په پلازمېنه کابل کې امنیتي سرچینې وایي د ۳ کسانو د وژلو په تور یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي د علي احمد په نوم یو تن چې څو موده وړاندې درې کسان په ډزو سره وژلي وو او له سیمې څخه تښتیدلی و، د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې علي احمد د کابل ولایت د ده سبز ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو امنیتی چارواکي وایي نیول شوی کس عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پیژندل شوی دی.

تر درې مخکې هم د کابل ښار د ۱۲ مې امنیتې حوزې له مربوطاتو څخه دوه شکمن کسان د قتل په تړاو نیول شوي وو.

د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست په وینا د شمس الدین او ابراهیم په نومونو دوه تنه چې څو موده وړاندې دوه کسان په ډزو وژلي او څلور یې تپیان کړي وو، د کابل ښار د دوه لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/16166

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading