بازتاب نیوز

نیویارک ټایمز: ټاکنو کې به ۳۳ سلنه مرکزونه هم پرانیستي نه وي

٢٥ وږی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په پرونۍ لیکنه کې د افغانستان پر را روانو ټاکنو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې ښايي ۳۳سلنه ټاکنیز مرکزونه به هم پرانیستي نه وي.

د مضمون د لیکوال پر باور، د سیاسي ګوندونو مخالفت د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې یو بل خنډ دی.

ورځپاڼه لیکي، دې وروستیو ناامنیو ته په کتو او دا چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ اوج ته ورسېدې ښايي تر ۶۷ سلنه ډېر ټاکنیز مرکزونه تړلي پاتې شي.

د سیاسي ګوندونو ملي ائتلاف په نوم حرکت ته د کورنیو چارو وزارت تازه خبرداری ورکړ، چې د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډ نه شي.

دې ائتلاف، پرون په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل.

نیویارک ټایمز د ارګ د ویاند د یوه مرستیال په حواله لیکلي، د ټاکنو پر وړاندې به هیچاته د خنډ کېدو اجازه ور نه کړي.

ټاکنو ته شاوخوا ۳۳ ورځې پاتې دي، خو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وویل، چې په ډاډ سره ویلی شي ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو لاس کې ده.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/128840/%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c%d8%a7%d8%b1%da%a9-%d9%bc%d8%a7%db%8c%d9%85%d8%b2-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a8%d9%87-%db%b3%db%b3-%d8%b3%d9%84%d9%86%d9%87-%d9%85%d8%b1%da%a9%d8%b2%d9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading