بازتاب نیوز

سیاسي ګوندونو ته د حکومت یو بل ګواښ

٢٥ وږی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سیاسي ګوندنو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، حکومت ورته تازه ګواښ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، ټاکنې «ملي پروسه» ده، چې په وینا يې دوی يې ساتنه کوي.

هغه وايي ځواکونو ته يې امر کړی، چې تړلي دفترونه بېرته پرانېزي او که يې پر وړاندې څوک درېږي، باید له زوره کار واخلي.

سیاسي ګوندونو تېره ورځ په هرات، بلخ او کندهار کې د ټاکنیزو کمیسیونونو دفترونه وتړل.

دوی ټینګار کاوه، چې که يې غږ وانه ورېدل شي او د دوی وړاندیزونو ته غوږ ونه نیول شي، نو نورو ولایتونو کې به هم ورته اقدام وکړي.

د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، سیاسي ګوندونو په سخت حالت کې دا اقدام کړی دی، چې د ټاکنو د ځنډ علت کېدلی شي.

هغه وايي، دوی باید د ټاکنو له کمیسیون سره خپلې نیوکې او وړاندیزونه شریک کړي او په ګډ میکانیزم سره پر مخ لاړ شي.

پارلماني ټاکنې چې قانوناً باید درې کاله وړاندې شوې وای، د راتلونکې تلې میاشتې په اته ویشتمه ترسره کېږي، چې پر وړاندې يې ګڼ خنډونه هم موجود دي.

د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني وړاندې تر دې هم سیاسي ګوندونو ته د منحلېدو ګواښ کړی و، چې د ګوندونو او حکومت تر منځ يې اوبه لا خړې کړې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/128830/%d8%b3%db%8c%d8%a7%d8%b3%d9%8a-%da%ab%d9%88%d9%86%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%db%8c%d9%88-%d8%a8%d9%84-%da%ab%d9%88%d8%a7%da%9a/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading