بازتاب نیوز

حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټيم جوړ کړی

٢٥ وږی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټاکنیز ټيم ‏جوړ کړی او خپل درې مرستيالان يې ټاکلي دي.‏

حنيف اتمر ته نږدې سرچينو ويلي، چې نوموړی د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کاندید دی، لومړی مرستيال يې د ولسي جرګې پخوانی رييس ‏او د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشر غړی يونس قانوني، د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق يې دوهم مرستيال دی ‏او د ترکتبارانو د رايو ترلاسه کولو لپاره‎ ‎به يې محمد عالم ساعي درېيم مرستيال وي.‏

ويل کيږي، چې حنيف اتمر د درېيم مرستيال په اړه د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزي سره حقوقي مشورې پيل کړي دي.‏

د سرچينې په وينا د ملي امنيت پخواني سلاکار د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره هم ليدلي دي.‏

حنيف اتمر د ګډ حکومت مغز متفکر بلل کېده، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د ارګ سرچينو ويل، چې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني ‏سره يې اختلافات زيات شوي او بالاخره يې په خپلې استعفا کې ليکلي و، چې د ګډ حکومت له مشرتابه سره يې نه حل کېدونکي اختلافات ‏وو او له همدې امله استعفا ورکوي.‏

حنيف اتمر د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار دندې د ترلاسه کولو په سبا له امریکا سره د اشرف غني په مشرۍ امنيتي تړون لاسليک ‏کړ او د امریکا باوري سړی بلل کيږي.‏

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/128819/%d8%ad%d9%86%d9%8a%d9%81-%d8%a7%d8%aa%d9%85%d8%b1-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d9%8a%d8%b2%d9%88-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%bc/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading