بازتاب نیوز

د خلکو ادعا: طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو لوی پول الوځولی

٢٥ وږی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

پلخمري (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د ٤٠ کليو مواصلاتي پول پر ماينونو الوځولى دى.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب شمس الله د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د ابقول سیمې پوخ پول پر بمونو ويجاړ کړى دى.

ده زياته کړه: ((د دغه پله له الوځېدو سره د تګ راتګ، د خوراکي او نورو توکو د نرخونو په برخه کې خلک له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.))

دغه راز د یادې ولسوالۍ د منګلو کلي اوسېدونکي معلم ګل رحمن هم پژواک ته وویل چې طالبانو یې د کلي لوى پول پر بمونو ويجاړ کړى دى.

هغه وايي: ((طالبانو تېر کال هم د پله یوه برخه ورانه کړې وه چې د سیمې اوسېدونکو بېرته جوړه کړه، اوس یې چې په بشپړ ډول له منځه وړی، جوړول يې زموږ د خلکو له وسه لوړه خبره ده.))

د ده په وينا، دا مهال خلک د کوږچنار کلي له پله استفاده کوي چې لرې دی او خلکو ته غير اقتصادي تمامېږي.

همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار د ياد پله ويجاړېدل تاييد کړل او ويې ويل چې ډېر ژر به يې د جوړېدو لپاره اقدام وشي.

د ولسوال په خبره، په دې اړه يې د ولايت مقام او د کليو د پراختيا له رياست سره خبرې کړې او هغوى يې د ژر جوړولو ژمنه کړې ده.

ده وويل: ((دغه پول ٤٠ لوى او واړه کلي له ښار سره نښلوي چې اوس وران شوى او خلک يې په مشکل کې دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تر دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې طالبان د ټولګټو پروژو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه جوړوي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/524577

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading