بازتاب نیوز

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رأی ورکوونکو نوملړ د تصویب لپاره علني غونډه ترسره کړه

٢٥ وږی ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رأی ورکوونکو نوملړ د تصویب لپاره علني غونډه ترسره کړه

روان کال د سنبلې په ۲۵مه نیټه د یک شنبې په ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپل مرکزي دفتر کې د ځینو ولایتونو د رأی ورکوونکو د نوملړ تصویب کړ چې پدې سره د رأی ورکوونکو نوملړ د تصویب لړۍ پیل شوه. په پيل کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ډاکټر عبدالبدیع صیاد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د ښکېلو اړخونو په مرسته د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کولو لپاره خپلې هلې ځلې روانې کړیدي ترڅو په ټاکلي وخت (د تلې ۲۸مه) ټاکنې ترسره کړي.

ښاغلي صیاد وویل دا چې په یوه حساس پړاؤ کې یو، سیاسي ګوندونه باید له کمیسیون سره خپله همکاري ډیره کړي ترڅو د رڼو او منلو ټاکنو ترسره کېدا ته زمینه برابره شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس په وینا، هر هغه چاره چې د ټاکنو د ځنډیدو لامل شي په واقعیت کې د افغانستان د خلکو د ارادې خلاف عمل دی. ښاغلي صیاد له حکومت او امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو د مرکزي او ولایتي دفترونو د کارکوونکو امنیت ټینګ کړي.

په ورته وخت کې، د ټاکنو خپلواک غړی او ویاند د هغو ولایتونو نوملړ ولوست چې د کمیسیون دغړو له لوري د رأیو په اکثریت تصویب شوی ؤه. د کمیسیون د غړو په وینا، د ټاکنو قانون د اتمې، شلمې او اویایمې مادې پر بنسټ د یادو ولایتونو نوملړ په علني غونډه کې تصویب شو چې له دې وروسته به چاپ او په یادو ولایتونو کې به د رأی اچونې په محلاتو کې د پوهاوي او اعتراض لپاره وځړول شي.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1276-open-meeting-vr-approval-20180916-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading