بازتاب نیوز

ترکیه، یونان او اندونیزیا کې افغان کډوال ستونزې لري

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په ترکیه، یونان او اندونیزیا کې افغان کډوال ازار او اذیت تر څنګ جنسي زورول کیږي.

اوس د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه هېوادونو ته د ستونزو د حل لپاره اتشه لیږي چې د افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

کډوالو چارو وزارت له ترکیې سره موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو ګډه کمېته جوړه کړي او د کډوالو له چارو څارنه او ارزونه وکړي.

له دې سره د ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۰۵ فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې کډوالو او بیرته راستنېدونکو ته ځمکې ورکړل شي.

 

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په ترکیه کې ۱۷۰ زره افغان کډوال ثبت دي چې یو شمېر یې په ترکیه کې پاتې کېږي او نور اروپایي هېوادونو ته تلل غواړي.

 

اوس ترکیې منلي چې افغانان به په زوره له خپلې خاورې نه باسي .

کډوالو چارو وزارت له ترکیې سره هوکړه کړې چې ګډه کمېته به جوړوي او د کډوالو له چارو به څارنه او ارزونه کوي.

د ترکیې او افغانستان ګډه کمېته به هر شپږ میاشتې وروسته ګډه ناسته لري او د کدوالو په ستونزو او حل لارو به خبرې کوي.

ترکیې منلې چې د افغان مهاجرینو لپاره به د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابروي.

 

کډوالو چارو وزارت وایي، له تیرو ۶ میاشتو راپدیخوا جرمني د ډیپورت شویو افغانانو دوسیې بیا څېړي او شاید د اوسیدو اجازه ورکړي.

 

د ولسمشر د ۳۰۵ فرمان له مخې به کډوالو او بیرته راستنېدونکو ته ځمکې ورکړل شي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ښارګوټي ځانګړي شوي، خو ټول ځکه نه دي فعال چې په یو شمېر ولایتونو کې نا امني ده.

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په ایران ۷۸ زره افغان کډوال هیڅ اسناد نلري، خو بیا هم زده کړې کوي او اوس د پخوا په پرتله په ایران او پاکستنان کې د کډوالو وضعیت ښه شوی دی.

(0)The post ترکیه، یونان او اندونیزیا کې افغان کډوال ستونزې لري appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ترکیه،-یونان-او-اندونیزیا-کې-افغان-کډو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading