بازتاب نیوز

کورنیو چارو وزارت: د ملي ایتلاف پر وړاندې به له زور کار واخلو

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي ایتلاف پر وړاندې به له زور کار واخلي.

 

کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې چاته اجازه ورنه کړي چې ټولنیز بنسټونه وتړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وایي، په درې ولایتونو کې د ملي ایتلاف لخوا د تاکنو کمیسون دفترونو د تړلو په غبرګون کې یې امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې هیڅ فرد یا

ډلې ته اجازه ورنه کړي چې ټولنیز بنسټونه وتړي.

ابراهیمي وایي، د اړتیا په صورت کې امنیتي ځواکونه کولی شي له زور ګټه پورته کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه غبرګون وروسته له هغې ښیي چې د افغانستان لوی ملي ایتلاف په بلخ، کندهار او هرات کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه وتړل.

دغه ائتلاف له څو میاشتو راهیسې د ټاکنیز نظام د بدلون غوښتنه کوي او زیاتوي چې رأیه ورکونه دې په بایومتریک سیستم ترسره شي.

(0)The post کورنیو چارو وزارت: د ملي ایتلاف پر وړاندې به له زور کار واخلو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کورنیو-چارو-وزارت-د-ملي-ایتلاف-پر-وړاند/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading