بازتاب نیوز

په بادغیس کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، وړمه شپه طالبانو غوښتل د قادس ولسوالۍ پر کټه ګیران او اب بخش امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو له ماتې سره مخامخ شول.

امیني وایي، د طالبانو او ملي پولیسو ترمنځ نښتې ۲ ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې د قادس ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال په ګډون ۱۲ طالبان ووژل شول او لس نور ټبیان شول.

نقیب الله امیني وایي، دغه راز په نښته کې یو ملي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

(0)The post په بادغیس کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/په-بادغیس-کې-۲۲-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading