بازتاب نیوز

پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانانو تګ راتګ کم شوی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ تړلو وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانانو تګ کم شوی دی.

رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې په جلال اباد کې د قونسلګرۍ په بندېدو سره د تورخم له لارې د افغانانو تګ شل سلنه کم شوی او افغانان د ویزې اخیستو لپاره مجبور دي کابل ته لاړ شي.

د پاکستاني چارواکو په خبره د قونسلګرۍ د تړلو وړاندې هره ورځ پنځه زره کسان پاکستان ته تلل خو اوس دغه شمېر کم شوی دی.

جلال اباد کې پاکستان خپله قونسلګري په دې ادعا وتړله چې د ننګرهار والي یې په چارو کې لاس وهنه کوي.

(0)The post پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانانو تګ راتګ کم شوی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پاکستان-ته-د-تورخم-له-لارې-د-افغانانو-تګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading