بازتاب نیوز

د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د نوبهار ولسوالۍ اړوند (قاسم خېلو) سيمه کې پر طالب وسله والو هوايي بریدونه کړي دي.

د سیال په خبره په دغو هوايي بریدونو کې اته وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دې وروستیو کې د زابل په بېلابېلو سیمو کې پر طالب وسله والو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي.

تېره شپه هم د یاد ولایت په شینکۍ او اټغر ولسواليو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

(0)The post د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-زابل-په-نوبهار-ولسوالۍ-کې-۱۴-وسله-والو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading