بازتاب نیوز

په پروان کې سږ کال د ښځو د وژنې ۲۷ قضیې ثبت شوې دي

٢٥ وږی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

چاريکار (پژواک، ٢٥ وږی ٩٧): د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په پروان ولایت کې د ښځو د وژنې دوه پېښې خو د روان کال په همدې موده کې دا ډول ۲۷ پېښې ثبت شوې، خو دېته ورته ډېرۍ قضیې اړونده ادارو ته نه دي رسېدلې.

د پروان د استیناف محکمه وايي چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ښځو د وژنې ۱۲ قضیې استیناف ته رسېدلې او څلور قضیو له تورنو کسانو یو یې اعدام شوی، یو په شپاړس نیم کاله بند، یو یې په دوه کاله بند محکوم شوی دی او یو بل تورن کس خوشی شوی دی.

د پروان د ښځو چارو سرپرست رییس شاه جهان یزدان پرست پژواک ته وویل، د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دوه مېرمنې، خو د سږ کال په همدې موده کې د ۲۷ مېرمنو د وژنې قضیې له دې ریاست سره ثبت شوې دي.

د هغه په خبره، د یادو قضیو له ډلې د ۱۸ قضیو معلومات د پولیسو او پاتې نور د ولسوالیو ادارو او خلکو د بنسټونو لخوا د ښځو چارو په ریاست کې ثبت شوې دي.

هغه له جزیاتو پرته وویل، دغه وژنې د یاد ولایت د ولسوالیو په مرکزونو کې د کورني تاوتریخوالي او د تاوتریخوالي له امله د رامنځته شوو جګړو له امله رامنځته شوې او ناموسي وژنې هم په دې کې شاملې دي.

یاده سرچینه، د زده کړو ټيټه کچه، له قانون څخه ناخبري، بېوزلي او بېکاري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه وبلل او زیاته یې کړه، د ښځو د وژنې په اړه د ښځو چارو د ریاست څېړنې ښيي چې د وژنې ډېری پېښې په نشه یي موادو د روږدو کسانو لخوا رامنځته شوې دي.

چارواکي وايي په پروان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰زره کسان پر نشه یي توکو روږدي دي

د پروان د ښځو چارو رییس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو د بېلګې په ډول د روان کال د چنګاښ په میاشت کې په عام ډګر د چاقو په وسیله د یوې مېرمنې د وژل کېدو د پېښې یادونه وکړه.

هغه وویل: ((د سیما په نوم یوه ۲۵ کلنه مېرمن په ډېره بې رحمۍ مازدیګر مهال د پروان په مرکز (چاریکارو چوک) کې د خپل خاوند (فرید) له خوا په چاقو وهل کېږي چې هېڅ ګناه یې نه درلوده او که ګناه یې درلودای نو عدلي او قضايي ارګانونه موجود وو.))

هغه زیاته کړه پولیسو د یادې مېرمنې قاتل نیولی دی.

د مېرمن سیما ورور او د چاریکار ښار د لومړۍ حوزې اوسېدونکي معراج الدین وویل، له خور څخه یې شپږ لوڼې او دوه زامن چې له دوو تر دیارلس کلونو عمرونه لري، پاتې دي.

 

 

د هغه په خبره، دغه اولادونه د سیما له لومړني خاوند څخه دي او د دوی د سرپرست پیدا کېدو لپاره سیما شاوخوا یو کال مخکې له فرید (پر وژنه تورن) سره واده کړی و.

هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: ((دغه ماشومان او

س نه پلار لري او نه مور، سرپرستي یې زه کوم، زه هم دومره ښه اقتصادي وضعیت نه لرم، له دولت نه زموږ غوښتنه دا ده چې د سیما قاتل اعدام کړي، هره ورځ مې خوریونه وايي چې ولې یې د مور قاتل نه اعدام کېږي.))

د سیما مشره لور لیما چې ۱۳ کلنه ده وايي، د کوچني اختر په څلورمه ورځ له چاریکارو څخه کابل ته راتلو، په کرولا موټر کې وو، پلندر مې چې فرید نومېده قاقو را و ایست، مور مې یې د اوږې او سینې په برخو پر چاقو ووهله، کله یې چې په غاړه ووهله د مور له غاړې مې وینو ټوپونه وهل، زه بې هوښه شوم.))

د سیما کورنۍ له دولته د هغې د قاتل د اعدام غوښتنه کوي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديریت مرستیال فرهاد هاشمي وویل چې په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دې قوماندانۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸ پېښې ثبت شوې چې ۱۸ یې د وژنو دي.

د هغه په خبره، له یادو ۳۷ قضیو ۱۸ پېښې د وژنې، شپږ پېښې د ټپي کېدو، دوې د ځان وژنې او پاتې نورې د وهلو ټکولو، زنا، له کوره د تېښتې او نورې دي.

هاشمي زیاته کړه، پولیسو له یادو وژنو سره د تړاو په تور د سیما د خاوند په ګډون اته کسان نیولي خو اته پر وژنه تورن کسان تښتېدلي او څلور نور یې تر پیدا کېدو لاندې دي.

د هغه په خبره، د ښځو د پاتې وژنو قضیې چې د ښځو چارو په ریاست کې ثبت شوې، ځينې یې د پولیسو تر کشف لاندې دي او یو شمېر نورې پرته له دې چې رسمي شي، د قومي جرګو له لارې حل شوې او پولیسو ته نه دي راجع شوې.

د پروان د استیناف محکمې مرستیال عبدالملک رجب زاده وویل، تېر کال په دې محکمه کې د ښځو د وژنې دوې قضیې حل شوې او له هغه سره د تړاو په تور یو کس پر ۱۶ کاله بند او بل د پنځه کاله او دوو مياشتو پر بند محکوم شوی دی.

خو هغه زیاته کړه، د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د مېرمنو د وژنې ۱۲ قضیې له لومړنۍ او ښاري محکمو څخه استیناف محکمې ته را رسېدلې دي.

د هغه په خبره، له دې ډلې څلورو قضیو ته رسېدنه شوې چې په دې لړ کې یو کس پر اعدام، یو کس پر ‍۱۶ کاله او شپږ میاشتې بند او یو بل پر دوه کاله بند محکوم شوي او یو تورن کس بې ګناه ثابت شوی دی.

هغه زیاته کړه، اته نورې قضیې په استیناف محکمه کې تر څېړنو لاندې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سیما خاوند په لومړۍ محکمه کې پر اعدام محکوم شوی او دوسیه یې په هغو قضیو کې شامله ده چې په استیناف محکمه کې تر کار لاندې دي.

د ښځو د وژنو زیاتېدل د اندېښنه وړ دي

د پروان مدني فعاله وحیده پاینده په دغه ولایت کې د ښځو د وژنو زیاتېدل د اندېښنې

 وړ بولي او وایي، د ښځو له حقونو دفاع کوونکي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په برخه کې لازم کارونه نه دي کړي.

د هغې په خبره، که د ښځو د حقونو دفاع کوونکي بنسټونه په دې برخه کې کار ونه کړي، په پروان کې به د مېرمنو وژنې زیاتې شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس عبدالاحد فرزام هم په دغه ولایت کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، کمېسیون په دې اړه پر یوه څېړنه کار پیل کړی دی.

هغه پرته له جزئیاتو زیاته کړه، دغه بنسټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغو د حقونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو پروګرام پیل کړی دی.  

د هېواد په نورو برخو کې هم د ښځو د وژنې پېښې شتون لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه کمېسیون کې په ټول هېواد کې د ښځو د وژنې ۲۷۷ پېښې ثبت شوې دي.

 

 

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/524579

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading