بازتاب نیوز

د سولې کاروان غړو مزار شریف ښار کې خیمې ودرولې

٢٥ وږی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د سوله غوښتنې کاروان غړو د درېیو ورځو لپاره د اسلام د څلورم خلیفه د مقبرې ترڅنګ د سولې غوښتنې خپلې خیمې ودرولې.

دوی وايي، هوډ لري تر څو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته هم ولاړ شي او له دې ډلې وغواړي چې له جګړې لاس واخلي، دوی هېواد کې جګړه ورور وژنه بولي.

د دې کاروان مسوؤل، اقبال خیبر په دې اړه وویل:«د افغانستان خلک په ټولییزه توګه وايي چې جګړه زموږ نه ده، خو د دې جګړې نشتوالی د پردیو دی.‎»

شریف الله په روانو جګړو کې خپل ورور له لاسه ورکړی او د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه ځای کوم چې اوس یې په یو شمېر سمیو کې جګړه روانه ده. د شریف الله، چې یو ښونکی هم دی، یواځنۍ هیله او ارمان یې په هېواد کې تل پاتې سوله ده.

د شریف الله لویه هېله هېواد کې د سولې تامین دی، دی وايي:«زه شاهد یم چې خلکو یوه ورځ د طالبانو او یوه ورځ د پولیسو جنازې خښولې، دواړه افغانان دي او دواړه د یو بل وروڼه دي.»

نوید د سوله غوښتنې کاروان بل غړی دی. هغه د حساب دارۍ له پوهنځي سند ترلاسه کړی. د جګړو له بدمرغو پایلو په اړه خبرې کوي او د تاوتریخوالو پر پای ټینګار کوي.«خلک له جګړې ستړي شوي دي، خلک تل بې ځایه او بیچاره کیږي. سلګونه کسان د یونان په سیندونو کې ډوب شول.»

یاده دې وي، د سولې کاروان غړو شاوخوا ۳۶ ورځې مخکې په لوڅو پښو له کابله د شمال پر لور حرکت وکړ. دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو سره لیده کاته کړي او خپل پیغام یې ور رسولی دی. دغه کاروان اوسمهال د حضرت علي د مقبرې ترڅنګ خیمه وهلې ده.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86-%D8%BA%DA%93%D9%88-%D9%85%D8%B2%D8%A7%D8%B1-%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D9%81-%DA%9A%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AE%DB%8C%D9%85%DB%90-%D9%88%D8%AF%D8%B1%D9%88%D9%84%DB%90

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading