بازتاب نیوز

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ټاکنوخپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون د ولایتي ادارو تړل د قانون او ملي ګټو خلاف ګڼي او له حکومته غواړي چې د یاد کمېسیون د ادارو د امنیت ساتنې په برخه کې کار وکړي.

د افغانستان ژغورنې ايتلاف پلویانو تېره ورځ په کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل او تر مخ یې د تحصن خېمې ودرولې، دوی وايي چې څو یې غوښتنې نه وي منل شوې، د دغو دفترونو د خلاصون اجازه نه ورکوي.

د ټاکنو کمېسیون له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قانون مطابق سوله ییز مدني حرکتونه د هر افغان حق دی او د ټاکنو کمېسیون د دوی دې حق ته احترام لري خو ملي پروسې ته باید زیان ونه رسوي.

د ټاکنو کمېسیون د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د ځینو سیاسي ګوندونو او حرکتونو پلویانو د دغه کمېسیون د ولایتي ادارو د تړلو ګواښ کړی چې د دوی دغه کار د ټاکنو بهیر ځنډوي.

د ټاکنو کمېسیون روښانه کړې: ((د سیاسي ګوندونو او حرکتونو دا کار په هېواد کې د ډيموکراسۍ عملي کېدو ته نه جبرانېدونکي زیانونه او ضربه رسوي او له بده مرغه هېوادوال او کاندیدان یې له خپلو حقونو بې برخې کوي.))

د خبرپاڼې له مخې، د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو د تړلو له امله د هرې پېښې پړه به د دې حرکتونو د جوړوونکو او ترتیبوونکو پر غاړه وي او له حکومته یې غوښتي چې د دغه کمېسیون د دفترونو او په ټولیزه توګه د ټاکنو د بهیر د امنیتي خونديتوب په برخه کې خپل قانوني مسوولیت ترسره کړي.

په خبره پاڼه کې څرګنده شوې چې د ټاکنو کمېسیون د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی او په دغه ملي بهیر کې د بې طرفۍ په ساتلو کې هڅه کوي چې هر افغان په دې رڼه او د ټولو لورو لپاره د منلو وړ بهیر کې د رايې ورکولو برابر حق ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې پر اساس د هر ډول ټاکنو د کنترول، څارنې او په هېواد کې د خلکو عمومي رایو ته د رسېدو لپاره جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویلي وو، هېڅوک د ټاکنیزو دفترونو د تړلو حق نه لري او زیاته کړې یې ده، امنیتي مسوولین یې ګومارلي چې د ټاکنیزو دفترونو پوره امنیت وساتي او د اړتیا پر مهال دې له زور نه کار واخلي.

د دغه وزارت په ویډیويي پيغام کې ویل شوي چې افغان دولت د خلکو په رایو کار پیل کړی او د دغه هېواد اوسېدونکي د قانون له مخې د بیان ازادۍ، سیاسي فعالیتونو او لاریونونو حق لري خو د ټاکنیزو دفترونو تړل د قانون خلاف کار دی.

بلخوا د ولسمشرۍ دفتر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ټاکنو د بهیر پر وړاندې د ستونزو رامنځته کوونکي د طالبانو پلویان دي.

(0)The post appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/111145-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading