بازتاب نیوز

امریکا سره امنیتي تړون لغوه کېده د هېواد په زیان دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

که امنیتي تړون لغوه شي افغانستان به د ویتنام په برخلیک اخته شي.

که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لغوه شي افغانستان به په دویم ویتنام بدل شي .

دولسي جرګې یو شمېر غړي چې د امنیتي هوکړه لیک د لغوې په تړاو مشورو باندې بوخت دي، ځینې نور دا مشورې او غور د قانون خلاف او له ملي ګټو سره په ټکر کې یادوي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي هوکړې په تړاو وروسته له هغې ناندرۍ راپورته شوې چې جګړه زیاته شوې او لامل یې له امریکا سره امنیتي هوکړه یادیږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امنیتي تړون په تړاو د دغې جرګې د تیرې چهارشنبې ورځې پریکړې سره مخالفت وښود چې له مخې به یې د کابل او واشنګټن پر امنیتي تړون بیا غورګیږي.

ځینو وکیلانو وویل، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون ته اړتیا لري او که لغوه شو افغانستان به د ویتنام له برخلیک سره مخ شي .

 

خو د جرګې یو شمېر نورغړي بیا وايي له امریکا سره په امنیتي تړون د افغانستان درد نه دی دوا شوی او دغه تړون د افغانانو پر زیان دی او باید له سره غور پرې وشي .

 

 

د تیرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې  د حاضرو وکیلانو د رایو په اکثریت پریکړه وکړه چې پرامنیتي تړون به له سره غور کوي .

د جرګې په امتیازي ساعت کې ځينو وکیلانو د شمال په لویه لار د پروان په سیمه کې له غلو شکایت درلود.

د جرګې رییس بیا انديښنه ښوده چې وسله والو مخالیفینو د ټاکنو پروسې د بې نظمه کولو لپاره پوره چمتوالی نیولی او غواړي د ټاکنو په ورځ بریدونه وکړي .

د جرګې غړي  د ولسمشر له لوري له امنیتي مشرانو د واک اخیستل او د حکومت کورني اختلافات د ناامنیو او جګړو د زیاتوالي لامل بولي .

(0)The post امریکا سره امنیتي تړون لغوه کېده د هېواد په زیان دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/امریکا-سره-امنیتي-تړون-لغوه-کېده-د-هېوا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading