بازتاب نیوز

نرى رنځ اوس هم په نړۍ کې ډيره وژونکى ناروغي ده .

٢٥ سنبله ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

دملکروملتو سازمان وايي چې د سل يا نرى رنځ ناروغي اوس هم په نړۍ کې ډيره وژونکي ناروغي ده . چې دهغه له امله دنړۍ په سلو کې څه ناڅه پنځه ويشت وګړي اغيزمن دي .

دملګروملتو عمومي ټولنې هيله څرګنده کړې ده چې دغې خطرناکې ناروغى د څيړنې لپاره دنړۍ دهېوادونو زياته پاملرنه جلب کړي . او ټاکل شوې ده دغه سازمان دلومړى ځل لپاره دنړۍ دهېوادونو دجګپوړو مقاماتو کوربه وي . چې ددغې وژونکي ناروغى په وړاندې د مبارزې ګټورې لارې ترلاس لاندې ونيول شي .

ټاکل شوې ده دغه غونډه د سپتمبر دمياشتې په وروستيو کې جوړه شي .

دامريکا دناروغيو دکنترول او مخنيوي له مرکز څخه هانک تاملسن وايي چې د نورو وژونکو ناروغيو اچ اي وي ، ملاريا او دايبولا دناروغيو پرخلاف د نرى رنځ ناروغي دنړۍ دخبرونو په سر کې نه نيول کېږي . خو دغه ناروغى د نورو ناروغيو په نسبت وژونکى اوساري دى چې بايد ورڅخه سترګې پټې نه کړو .

تاملسن دنرى رنځ په باب وايي چې نرى رنځ لومړى درجه ساري او وژونکي ناروغي ده . دغه ناروغي د اچ اي وي په نسبت هرکال زيات ناروغان وژني .

هرکال يو اعشاريه اووه مليونه تنه ددغې ناروغي له امله سا ورکوي او چيرته چې يوګواښ شمير ل کېږي ځکه کولاى شي په اسانى سره خپره شي .

لینک اصلی: https://rta.org.af/?p=22343

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading