بازتاب نیوز

د غزني ډېرې کورنۍ خپلې ناروغې ښځې ډاکټر ته نه پرېږدي

٢٥ وږی ١٣٩٧ سلام وطندار

سره له دې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د بشري حقونو او د ښځو ملاتړ بنسټونو، د ښځو حقونو په برخه کې ډېرې هڅې کړي؛ خو په غزني کې د ښځو حقونو فعالانې باوري دي په‌دې ولایت کې ناوړه دودونه له قانونه پورته واک چلوي.

د غزني د ښځو چارو رییسه ناهید اسفنده په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د دې ولایت زرګونه کلیوالې ښځې د ناوړو دودونو قرباني کېږي.

د مېرمن اسفنده په وینا، د همدغو ناوړو دودونو له‌مخې ښځینه، ډاکتر او روغتون ته د ورتلو اجازه نه‌لري.

غزنیوال مدني فعالان هم د نارغو ښځو په اړه ورته نظر لري.

د اغلې شکیلا فرید او محمدنسیم په خبره، یوازې په ښار او ځېنو ولسوالیو کې وضعیت بدل شوی‌دی. کله چې دودیز دارو درمل ګټه ونه‌کړي؛ نارینه اړ کېږي د خپلې کورنۍ ښځینه روغتون ته بوځي.

خو د غزني عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نیېکمل وایي، د خلکو په فکر کې مثبت بدلون لیدل کېږي او د نویو قابله‌ګانو په فارغېدو سره به د ښځو ستونزې یو څه کمې شي.

ښاغلي نېکمل زیاته کړه، زموږ قابله‌ګانې به هڅه وکړي چې دې برخه کې د فکري بدلون هڅه وکړي او دا مشورې هم ورکړي چې له زېږونه مخکې کوم کارونه وکړي او څه ډول خواړه وخوري.

د غزني د قابله‌ګانو ټولنې له دې مخکې د زېږون پر وخت د میندو او ماشومانو د مړینې کچې لوړوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=42266

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading