بازتاب نیوز

د ټاکنو کمېسیون: د تلې ۲۸ زموږ سره کرښه ده

٢٥ وږی ١٣٩٧ سلام وطندار

پرون په ستر ملي اېتلاف پورې یو شمېر تړلو کسانو، ځېنو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې وتړلې او ويې ویل چې له درغلیو ډکو ټاکنو ته اجازه نه‌ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د دغه اقدام په غبرګون کې نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو هڅې زیاتې شوي او که‌چېرې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو موده وځنډېږي، دغه بنسټ مسوول نه‌دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کول، د دغه کمیسیون سره‌لیکه ده.

ښاغلی صیاد زیاتوي، د دوی د معلوماتو له مخې، ستر ملي اېتلاف په پام کې لري، ځېنو نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونو دروازې وتړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر همداراز وايي، سیاسي ګوندونه، د دغه کمېسیون همکار بنسټونه او حکومت په بشپړه توګه د ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ نه‌کوي.

د ښاغلي صیاد په وینا، حکومت باید د زورواکیو مخه ونیسي او هر څه ژر د دغه کمېسیون دفترونه پرانیزي.

هاخوا د کورنیو چارو وزارت د ستر ملي اېتلاف له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر ولایتي دفترونو تړل کېدو په غبرګون کې وايي، دغه کار د قانون خلاف او د عامه‌نظم ګډوډول دي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین جنرال اخترمحمد ابراهیمي یو ویډیویي پیغام کې د ولایتونو امنیې قوماندانانو ته امر کړی چې د ملي‌اردو او پولیسو سره په همغږۍ د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونو امنیت ونیسي او د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواکه هم کار واخلي.

دې سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سرپل، زابل، پنجشېر او فراه ولایتونو د رایو ورکوونکیو ابتدايي نوملړ اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سر له نن یکشنبې، درې ورځې وخت لري چې د دغو څلورو ولایتونو ابتدايي نوملړ په تړاو د رایو ورکوونکیو اعتراض ته لاسرسی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون افغانستان کې له مېشتو نړۍوالو ځواکونو هم غواړي چې د رایو ورکوونکیو سیمو او مرکزونو ته د ټاکنو حساسو موادو لېږد له‌پاره، دغه کمېسیون سره همکاري وکړي.

تراوسه د ۸ میلیونه رای ورکوونکیو اطلاعات د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي بانک ته وارد شوي او ټاکل شوې راتلونکیو ورځو کې د لسو نورو ولایتونو د رایو ورکوونکیو ابتدايي نوملړ هم اعلان شي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=42263

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading