بازتاب نیوز

امرخېل: اجازه نه ورکوم چې هرات کې د ټاکنو کمېسیون وتړل شي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د هرات امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل وايې چاته اجازه نه ورکوي چې دغه ولایت کې د ټاکنو بهیر له ننګونو سره مخ کړي .

نوموړي د هرات د ټاکنو کمیسیون د تأسیساتو څخه د لیدنې پرمهال وویل د ټاکنو بهیر له کومې جدي ستونزې سره نه دی مخ او د کمیسیون در وازه د مراجعه کوونکو پرمخ پرانستي ده . امنیه قومندان وايې د ټاکنو کمیسیون سیمه يېز دفتر، د امنیت ساتلو لپاره يې خپلو ځواکونو ته دنده سپارلې ترڅو د دغه کمیسیون امنیت ونیسي او هیڅ چاته اجازه ورنکړي چې د کمیسیون دروازه د مراجعه کوونکو پرمخ وتړي .

 

تیره ورځ هرات کې د ملي ایتلاف یوشمیر غړو د ټاکنو د روڼتیا او خپلو غوښتنو د عملي کولولپاره لاریون وکړ او د کمیسیون مخي ته يې خیمې ودرولي .

(0)The post امرخېل: اجازه نه ورکوم چې هرات کې د ټاکنو کمېسیون وتړل شي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/امرخېل-اجازه-نه-ورکوم-چې-هرات-کې-د-ټاکن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading