بازتاب نیوز

په زابل کې اووه پوليس او اته وسله وال طالبان وژل شوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

زابل کې چارواکي او سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نښتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې  وويل چې تېره شپه د کلات ښار اړوند د ظفرخېلو په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او څلور ټپيان دي.

سرچينه دغه راز وايي چې د سيوري ولسوالۍ د لوى ښاره په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کې هم څلور پوليس وژل شوي او پنځه ټپيان دي.

بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې تېره ورځ د نوبهار ولسوالۍ په قاسم خېلو سيمه کې د هوايي بريد له امله اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د والي وياند وايي چې د وسله والو طالبانو يو موټر له هوا ويشتل شوى و.

وسله و الو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

(0)The post په زابل کې اووه پوليس او اته وسله وال طالبان وژل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/په-زابل-کې-اووه-پوليس-او-اته-وسله-وال-طا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading