بازتاب نیوز

وکیلان: له پروموټ پروژې څخه یوازې د ولسمشر مېرمنې ګټه پورته کړې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ښځو د ځواکمنتیا پروژې مسوولیت داسې دفتر ته سپارل شوی، چې جوړښت یې د افغانستان په اساسي قانون کې ځای نه لري

په حکومت کې د ښځو فیصدي د تېر په پرتله څلور په سلو کې کمه شوې، له عامو ښځو سره د مرستې او مشورې پرځای د افغان ښځو په نامه مرستې یوه خاص دفتر ته ځي

کابل – د افغان ښځو د پیاوړتیا یا پروموټ پروژه، چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې او د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خوا پرمخ وړل کېږي او د ولسمشر مېرمن رولا غني پکې مشورتي رول لري، د ښځینه فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې د سرمفتش دفتر – سیګار- په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ښځو د پیاوړتیا یا پروموټ پروژې لپاره د امریکا پراختیايي ادارې ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو او هدف یې دا و، چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي، خو له دې پروژې نه یوازې ۵۵ مېرمنې مستفېدې شوې او نورې ټولې پیسې یې بې ځایه لګېدلې دي.

 

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون او د ښځو چارو فعالانې وايي، د پروموټ په پروژه کې شفافیت نشته او د ضایع شویو مرستو مسوولیت د هغو دفترونو پرغاړه دی، چې د افغانستان په اساسي قانون کې ځای نه لري.

 

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون مشرې فوزیه کوفي او د دې جرګې غړې هیلۍ ارشاد په غیر مستقیم ډول د ولسمشر د میرمنې دفتر ته اشاره کوي، چې په دې وروستیو کې د ښځو اړوند پروژو کې خورا دخیل ګڼل کېږي.

د ښځو چارو فعالانې وايي، د ولسمشر مېرمنې دوی ته ویلي، چې له ښځینه وکیلانو سره نه ګوري، په داسې حال کې، چې د پروموټ له پروژې نه یوازې د رولاغني شاوخوا کې راټولو ښځو ګټه کړې او نورې عامې ښځې ترې خبرې هم نه دي.

د دوی په باور، د ښځو د پیاوړتیا پروګرام د څو مشخصو ښځو په لاس کې دی او د ښځو چارو وزارت یو سمبولیک حیثیت غوره کړی.

دغه ښځینه فعالانې او د ولسي جرګې غړې وايي، چې په حکومت کې د ښځو فیصدي د تېر په پرتله څلور په سلو کې کمه شوې او له عامو ښځو سره د مرستې او مشورې پرځای، د افغان ښځو په نامه مرستې یوه خاص دفتر ته ځي.

(0)The post وکیلان: له پروموټ پروژې څخه یوازې د ولسمشر مېرمنې ګټه پورته کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/وکیلان-له-پروموټ-پروژې-څخه-یوازې-د-ولسم/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading