بازتاب نیوز

په کابل کې له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال د غوراوي لوبې پیل شوې

٢٥ وږی ١٣٩٧ آریانا نیوز

له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال پدغو لوبو کې له څلور زونونو څخه څلور لوبډلو ګډون کړی، چې د مسوولینو په وینا هدف یې ملي لوبډلې ته د  فوتسال ۲۰ کلنو ځوانان لار موندل دي.

نن په لومړۍ لوبه کې د لویدیځ زون لوبډلې د شمال لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه او په بله لوبه کې بیا  شمال لویدیځ لوبډلې د ختیځ لوبډلې ۵ پر ۳ ماتې ورکړه.

یادې لوبې په داسې حال کې تر سره کیږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اکتوبر پر ۱۱ نېټه د فوتسال شل کلنو ځوانانو ملي لوبډله په دوه دوستانه لوبو کې له ازبکستان سره لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به بیا د مرکزي آسیا هېوادونو په لوبو کې ګډون وکړي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uoo-147/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading