بازتاب نیوز

د ټاکنو کمیسون د ټاکنو ځنډیدو ته اندیښمن دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ټاکنو خپلواک کمیسون د راتلونکو پارلماني ټاکنو ځنډیدو اندیښمن کړی .

د کمیسون ریس عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د کمیسون د ځینو دفترونو تړل د ټاکنو د پر وخت ترسره کیدو مخه نیولای شي.

هغه دا خبرې په هرات ،کندهار او بلخ کې د کمیسون د سیمه ییزو دفترونو د تړل کیدو په غبرګون کې کړي.

دا دفترونه له ۳۵ ګوندونو او سیاسي سازمانونو څخه رامنځته شوي ملي ایتلاف تړلي .

ایتلاف وایي، حکومت یې باید د ټاکنو د روڼتیا په اړه غوښتنې ومني .

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي بیا ګوندونو ته خبرداری ورکړی چې د غوښتنو دپوره کیدو لپاره یې ټاکنیز دفترونه ونه تړي، کنه پولیس به یې په زوره د دغو هڅو مخه ونیسي .

(0)The post د ټاکنو کمیسون د ټاکنو ځنډیدو ته اندیښمن دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ټاکنو-کمیسون-د-ټاکنو-ځنډیدو-ته-اندیښم/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading