بازتاب نیوز

ولسمشرغني له استاد سیاف سره پر سیاسي وضعیت خبرې وکړې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ولسمشر غني او اجرایه ریس ډاکټرعبدالله نن سهار د استاد سیاف لیدو ته د هغه کور پغمان ته لاړل.

ارګ وایي دا ورتګ د استاد سیاف په بلنه د سهارنۍ د خوړلو لپاره شوی .

ویل شوي، چې په لیدنه کې پر یو شمېر سیاسي مسایلو هم خبرې شوي.

استاد سیاف په وروستیو کې ارګ ته د ورتلو بلنې او ورسره خبرې رد کړې وې.

له دې سره دی د موقت حکومت د جوړیدو په اړه د ځینو سیاستوالو د غوښتنو مخالف دی.

ویل کیږي، چې ولسمشرغني او اجرایه ریس د ناندریز سیاسي وضعیت د حل او راتلونکو ټاکنو په اړه هم له نوموړي سره خبرې کړي .

(0)The post ولسمشرغني له استاد سیاف سره پر سیاسي وضعیت خبرې وکړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ولسمشرغني-له-استاد-سیاف-سره-پر-سیاسي-وض/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading