بازتاب نیوز

لوګر او غزني کي ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په لوګر او غزني ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ١٢ طالبان او يو د ملي اردو قوماندان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي  وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوښۍ ولسوالۍ د ملي اردو د کنډک پر قوماندان تورن زمري باندې وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي: ((تورن زمرى پوستې ته پر لار و چې طالبانو پرې بريد کړى چې په دغه بريد کې تورن زمرى وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.))

د سيمې يوه اوسېدونکي شاهد ګل اغا وويل چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور تپيان دي.

بل لور ته طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د امنيتي ځواکونو له لوري ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت چې تېره شپه په ګيرو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

سيرت وايي چې د درېيو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او دوه ميله کلاشينکوفونه يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د ګيرو په ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال فريد احمد مشعل وايي چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې ١١ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

قوماندان وويل چې په نيول شوو کسانو کې دوه پوليس هم شامل دي چې په لويو لارو کې به يې عام خلک ځورول.

(0)The post لوګر او غزني کي ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لوګر-او-غزني-کي-۱۲-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-او/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading