بازتاب نیوز

پاکستان: افغان حکومت سره مو د افغان ځواکونو په روزلو هوکړه کړې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې افغان حکومت سره د نوې هوکړې له مخې د افغان ځواکونو په روزلو کې برخه اخلي.

د دغه وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، دا هوکړه کابل ته د دوی د بهرنیو  چارو وزیر شاه محمود قریشي په وروستي سفر کې شوې .

محمد فیصل نن په یوه خبري کنفرانس کې دا خبره کړې، خو نور جزیات یې په اړه نه دي ورکړي .

افغان حکومت هم دا مسئله تایید کړې او رد کړې نه ده .

مخکې هم یو ځل دا مسئله بحث شوې وه، چې په افغانستان کې یې توند غبرګونونه پارولي وو .

(0)The post پاکستان: افغان حکومت سره مو د افغان ځواکونو په روزلو هوکړه کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پاکستان-افغان-حکومت-سره-مو-د-افغان-ځواک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading