بازتاب نیوز

طالبانو له امریکا نه د انس حقاني او زرګونه نورو بندیانو خلاصون غوښتی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

راپورونه وایي، چې د امریکا او طالبانو په مستقیمو مذاکراتو کې دغې ډلې له امریکا څخه د انس حقاني په ګډون د خپلو زرګونه نورو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې .

یوه طالب مقام نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دا غوښتنه د مذاکراتو په لومړنیو شرطونو کې مطرح کړې .

معلومه نه ده، چې امریکا په دې اړه څه دریځ لري .

په دې اړه دافغان حکومت دریځ هم نه دی څرګند .

انس حقاني د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني زوی دی. دغه شبکه د وسله والو طالبانو تر ټولو خطرناکه جنګي ډله ګڼل کیږي، چې د ډېرو سترو بریدونو تنظیم او تطبیق یې کړی .

(0)The post طالبانو له امریکا نه د انس حقاني او زرګونه نورو بندیانو خلاصون غوښتی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/طالبانو-له-امریکا-نه-د-انس-حقاني-او-زرګو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading