بازتاب نیوز

د ټرمپ کمپایني مشر په مشروط ډول، د درغلۍ اعتراف کوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاين مشر پاول منافورټ منلي، چې د امریکا ضد دسیسه کې يې لاس لرلی، قضايي چارو کې يې لاسوهنه کړې او ټاکنو کې يې درغلي کړې.د واشنګټن د یوې محکمې څارنوال اندریو ویسمن ویلي، منافورت دوه شرطونه ايښي او د معاملې له مخې اعتراف ته قانع شوی دی.

د منافورت مدافع وکیل کیون ډاونینګ ویلي، دا د هغه لپاره سخته ورځ ده، خو غوښتل يې باوري شي چې کورنۍ يې خوندي ژوند لرلی شي.

د سپينې ماڼۍ ویانده ساراسندرزی بیا د هغه اعترافونه د ټرمپ د ټاکنیزې پروسې اړوند نه بولي او په وینا يې د ۲۰۱۶م کال له ټاکنو سره هیڅ تړاو نه لري.

د منافورت قانع کول، د څارنوال روبرټ مولر د هغو څېړنو برخه ده، چې د امریکا په ټاکنو کې يې د روسيې د مداخلې په اړه روانې ساتلې دي.

مولر، د ټرمپ د کمپاین اړوند دا پنځم تن دی، چې اعتراف ته يې قانع کوي او مني چې ډونالډ ټرمپ د درغلیو له لارې واک ته رسېدلی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/د-ټرمپ-کمپایني-مشر-په-مشروط-ډول،-د-درغلۍ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading