بازتاب نیوز

واحد فقیري: اشغالګرو هیواد له بحرانونو سره مخ کړ

٢٥ وږی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: امریکا مېشتی افغان سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي اشغالګرو افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی.هغه وايي افغانستان د امریکا له خوا اشغال دی، د دې اشغال پر وړاندې پر مبارزه بوخت دی او نور هم هڅوي.

هغه له افغان وطن، ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، افغانانو ته سپارښتنه کوي، چې د امریکايي اشغال پر ضد سالم موقف غوره کړي.

«زه په افغانستان کي د امریکا پوځي حضور ته د اشغال په سترګه ګورم، او د دې اشغال د ختمولو لپاره مبارزه کوم، لیکني کوم، او نورو افغانانو ته هم سپارښت کوم چي د امریکايي اشغال پر ضد سالم موقف غوره کړي.»

فقيري چې خواله رسنیو کې د کره معلوماتو پر خپرولو ډېر پلویان لري، په امریکا کې په سیاسي علومو کې ماسټرې کړې او همالته ژوند کوي.

هغه وايي افغانستان په نږدې څلوېښتو کلونو کې د دوو سترو قوتونو له خوا اشغال شو، چې همدې اشغالګرو ورته سخت زیانونه ورسول.

«دا ښايي په تاریخ کي لومړی ځل وي چي د درېېمي نړۍ یو غریب هیواد په ۴۰ کالو کې دوه کرته د دوو سترو طاقتونو له طرفه اشغال کېږي. همدې دوو اشغالونو د افغانستان سیاسي، اجتماعي، او اقتصادي جوړښت ته سخت زیانونه ورسول، او افغانستان ئې د حیاتي بحرانونو سره مخامخ کړ.»

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې څو ورځې وورسته يې پوره اوولس کلونه پوره کېږي.

امریکا د خپلې کړې دعوې له مخې په اوولسو کلونو کې د نهو عمومي قومندانانو په بدلولو را بدلولو نه ده توانېدلې، د بریا غږ وکړي.

په هېواد کې دننه په قلمي او علمي مبارزه کې د اشغال او د اشغال د ملګرو ضد هڅې د حکومت له لوري جرم بلل کېږي او څو د ګوتو په شمېر کسان ښکاره مبارزه پر مخ وړي، ځکه خو له هېواده بهر علمي څېرو ته ډېرې سترګې ور اوړي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/واحد-فقیري-اشغالګرو-هیواد-له-بحرانونو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading