بازتاب نیوز

له سیاف سره د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس لیده کاته

٢٥ وږی ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 25 وږی

ولسمشر او اجرائیه رئیس له سیاف سره پر سیاسي مسایلو خبرې کړي

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف سره پر سیاسي او امنیتي مسائیلو خبرې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په دعوت د سهارنۍ لپاره پغمان ولسوالۍ ته د هغه کور ته ورغلي و او له نوموړي سره یې د ورځنیو مسائۍلو ترڅنګ د هیواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو هم بحث او خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی هم له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره پغمان ته تللي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د ټیم یو شمېر غړي کوښښ کوي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د دواړو ګډ ټیم رامنځته کړي او له دغه ټیم سره نورې سیاسي څیرې او ډلې ټپلې هم یوځای کړي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13893-ghani-

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading